د نن ورځې مهم خبرونه

ولسمشر غني: ‌ډېر ژر به  دکابل دشاتوت اوبو بند تړون لاسلیک شي

ولسمشر اشرف غني وايي چې اوبه د افغانستان ابرو ده او مدیریت به شي.

هغه زیاته کړې شپږ میلیارد مترمکعب اوبه چې د ضایع کېدو په حال کې وې، دوباره مدیریت شوې.


دټاپي پړوژې دغملي چارړ دپیل تړون نن لاسلیک کیږي

د کانونو وزارت وايي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت او د ټاپي پروژې د تطبیق کوونکي شرکت ترمنځ درې اړخیزه هوکړه لیک به نن لاسلیک شي

 

دافغانستان او پاکستان ګډه غونډه نن په کابل کې جوړيږي

د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په دې غونډه کې به پر سياسي، امنيتي، اقتصادي، تجارتي ، کلتوري او کډوالو موضوعاتو باندې خبرې کېږي.


په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره یوه افغان شرکت سولري ریکشا جوړه کړې

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر وايي، د دې شرکت مسئوولينو د خپل شرکت ټرانسپورتي تولیدات نن په ارګ کې د ولسمشر او لومړۍ مېرمن په حضور کې نندارې ته وړاندې کړل.

ولسمشر د دغه ريکشاوو له جوړېدو خوښي ښودلې


دپروان په بګران ولسوالۍ کې دترافیکي پېښې له امله ۷ تنه ټپیان شوي

د پروان ولایت ځايي مسوولين وايي، چې د بګرام ولسوالۍ په رباط سيمه کې، نن سهار د يوې ترافيکي پېښې له امله ۷ تنه ټپيان شوي دي.

مسوولين زياتوي، چې پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې.


کابل کې دعاشورا په ړرځ تر ۴ لکه سي سي زیاته وینه را ټوله شوې 

د عامې روغتیا وزارت وایي، د عاشورا په ورځ یوازې په مرکز کابل کې ۴۱۵ زره او ۵۰۰ سي سي وینه را ټوله شوې ده.

دغه کمپاین په تکیه‌خانو، جوماتونو، د وینې بانکونو، روغتونونو او د کابل ښار په مختلفو برخو کې ترسره شوی.


افغان ځواکونو په فاریاب او لغمان کې له ۹ ماین چاودنو مخنیوی ګړی 

کورنیو چارو وزارت وايي، چې افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د فارياب او لغمان ولایتونو اړوند سيمو کې د وسله والو مخالفينو له لوري نهه کړۍ ځای پر ځای شوي ماينونه کشف او له منځه وړي دي.


طالبانو په دايکندي کې درې تښتول شوی کسان وژلي

د دایکندي ولایت ځايي مسوولین وايي، چې وسله والو طالبانو په دایکندي ولایت کې يو پلار او دوه کوچني زامن له تښتولو وروسته وژلي دي.

د مسوولينو په وینا، چې طالبانو دغه کسان یوه اونۍ مخکې تښتولي و، چې تېره ورځ يې جسدونه په یوه غره کې موندل شوي.


صدیقي : دکابینې نوملړ پوره شوی او ډېر ژربه  ولسي جرګې ته معرفی شي

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند، صدیق صدیقی وايي، چې د کابينې نوملړ پوره شوی او ډېر ژر به ولسي جرګې ته معرفي شي.

نوموړي د يو خبري کنفرانس پر مهال هيله څرګنده کړې، چې د سولې خبرې ژر تر ژره پيل شي؛ خو له طالبانو يې غوښتي چې د حکومت بنديان دې خوشې کړي.


ولسمشر د يوه فرمان له مخې د عبدالله د ډلې وزيران معرفي کړل

د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي  وايي په دې لسو وزيرانو کې بشیر احمد تینج، نثاراحمد غوریاني، قدرت الله ذکي، معصومه خاوري، انورالحق احدي، محب الله صمیم، فضل احمد معنوي، نور رحمان اخلاقي او عباس بصیر شامل دي.


عبدالله د ولسمشر لخوا اعلان شوي د مصالحې شورا غړي رد کړل

هغه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دسياسي هوکړې له مخې د دې شورا د غړو اعلانول د ولسمشر له صلاحيتونو څخه نه دي.



  • 10 وږی 1399